له حکمتیار سره د سولې د تړون پایلې

hekmatyar

له څو کلنو هڅو وروسته افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په رهبرۍ حزب اسلامي د سولې په هدف موافقې ته رسېدلي او نږدې ورځو کې به د دواړو لوریو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي. د دغه توافقنامې ځينو تبعاتو ته لنډه اشاره کېږي.

لومړی، د حزب پوځي فعالیت پر سیاسي فعالیت بدلېږي. دغه چاره نه یوازې دا چې د جګړو له زیاتوالي مخنیوی کوي؛ بلکې د حزب تر نفوذ لاندې سیمو کې جګړه پای ته رسېږي. پر دې اساس د هېواد په کچه او د نظام په ګټه جګړو کې کمښت راځي. د جګړې له کمښت سره سم، د افغان امنیتي ځواکونو تلفاتو کمېدو سربېره د پوځي امکاناتو په مصرف کې هم سپما کېږي. د پوځي تجهیزاتو، مهماتو او په مجموع کې د امکاناتو سپما پر دې منتج کېږي چې له پوځي ډګر ورهاخوا اقتصادي او رغنیزو چارو ته پاملرنه زیاته شي چې پایله د هېواد اقتصادي رغښت، بیارغاونه، پرمختګ د کاري فرصتونو رامنځته کېدل او … دي.

دویم، د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي سیاسي فعالیت له پیل سره سم، په کور دننه د احزابو ترمنځ سیالي رامنځته کېدونکې ده. باور دا دی چې په لومړي قدم کې به دغه سیالي د حزب اسلامي د منشعبو ډلو ترمنځ وي. دا اوس حزب په څو برخو وېشل شوی؛ یوه برخه یې د ښاغلي ارغندېوال په مشرۍ د حزب اسلامي ترنامه لاندې فعالیت کوي، بله ډله یې د حزب اسلامي شوراګانې دي چې د ښاغلي سباوون تر اثر لاندې فعالیت کوي او له‌دې ورهاخوا ځینې کوچنۍ ډلې هم شته دي.

د حکمتیار هڅه به دا وي چې ټولې انشعابي ډلې تر خپل اثر لاندې راولي او مشري یې وکړي. دا چې تر کومه بریده به ګلبدین حکمتیار بریالی شي لا څرګنده نه ده، خو په تېرو ۱۵ کلونو کې د حزب انشعابي ډلو/افرادو فعالیت، د قدرت له بېلابېلو کړیو سره تړاو او قدرت ته رسېدل هغه څه دي چې له حکمتیار سره د دوی یوځای کېدو پر وړاندې خنډ جوړولای شي.

له یوې خوا د حکمتیار شاوخوا څلوېښت کلن سیاسي، نظامي او استخباراتي فعالیت او له بلې خوا په‌ دغه موده کې د ده بنسټ‌ پالنې په پام کې نیولو سره، ویل کیدای شي چې نوموړی به د اسلامپالو ډلو لپاره د یوه جدي سیال په توګه څرګند شي. پر دې اساس د حکمتیار دویم قدم به د جمعیت اصلاح، حزب التحریر او دېته ورته نورو اسلامپالو او بنسټپالو ډلو تر نفوذ لاندې راوستل وي او تر ډېره بریده به نوموړی په دغه کار کې بریالی هم شي.

له دې سره د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي پر یوې داسې هستې بدلېدونکی دی چې کولای شي چې د هېواد ډېری اسلامپال جریانونه تر خپل اثر رسوخ لاندې راولي او نتیجه به یې د یوه نوې او پیاوړې جبهې رامنځته کېدل وي.

درېیم، له حزب اسلامي سره سوله مستقیما پر وسله والو طالبانو تاثیر لري. حزب اسلامي او طالبان د دولت پر وړاندې جنګېږي او تقریبا خپلو نښتو او جګړو ته یو شان او ورته دلایل وړاندې کوي. اوس چې یوه ډله له حکومت سره یوځای کېدونکې ده او د نظام تر چتر لاندې راځي، نېغ په نېغه د جګړې مشروعیت له منځه وړي. د جګړې د مشروعیت په له منځه تللو سره ده چې زیات شمېر طالب جنګیالي به هم د حکمتیار پر پله پل ږدي او د سولې له بهیر سره به یوځای شي. له دې امله چې د طالبانو مشري مستقیما د ای اس ای تر اثر لاندې ده، ستونزمنه به وي چې د پاکستان له غوښتنې او سلا پرته د دغې ډلې لوړپوړي مشران د سولې له بهیر سره یوځای شي، اما جنګیالي او د منځنۍ کچې مشران یې له سولې سره یوځای کېدونکي ایسي.

څلورم، د سولې له بهیر سره د وسله‌والو طالبانو نه یوځای کېدو په صورت کې به د دغې ډلې پر وړاندې اقدامات له شدت ومومي؛ ځکه له یوې خوا د جګړې مشروعیت په بشپړه توګه له‌ منځه تلوونکی دی او له بلې خوا هغه منابع چې د حزب اسلامي جنګیالیو ځپلو په هدف کارول کېدې، اوس وخت کې سپما کېږي. نه یوازې دا چې دغه منابع د اقتصاد او بیارغاونې په برخو کې مصرفېدای شي؛ د وسله والو طالبانو پر وړاندې هم کارېدای شي. دا چې یوه ډله له دولت سره له مخالفته لاس پر سر کېږي، تر ډېره بریده به تمرکز پر وسله‌والو طالبانو وي. په دې اساس د وسله والو طالبانو ځپلو په هدف به لا اغېزمن پوځی اقدامات وشي او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به دا فرصت ولري چې د څو ډلو پر ځای پر مشخصو ډلو (خصوصا طالبان او داعش) تمرکز وکړي. د همدې تمرکز په پایله کې ده چې طالبان به یا د سولې له بهیر سره یوځای کېږي او با هم په ټول شدت سره ځپل کېږي.

محمدعیسی مومند