منګل که ژاړي ودې ژاړي

فرشته غني

یوه ښکلې حوره ده. د جبین رڼا یې په ملکونو خپره شوې. د ویښتانو تارونه یې د رباب له تارونو سره ګډ نڅيږي. د غږ هنر یې دومره لوړ دی، چې د هر مین په زړه ګوتې وهي. د زړه غم راسپړي. مینان یې له کابله تر پیښوره او له پیښوره تر لندنه رسیږي. د دنګ چنار په څېر په پوره جراَت خبرې کوي. مینان یې یو نظر ته انتظار دي، خو هغې بل د زړه پاچا ګڼلی. هغه پخه میینه ده. سترګې یې خوب نلري. موسیقي یې د مین له سترګو سره سمه چلیږي. د سندرو بیتونه یې بس د هماغه زړه تخنوي. آوازه خپره شوه، چې دغه ښاپيرۍ واده شوه. د منګل د زړه ډېوه شوه او ګیتار ته یې نغمه شوه. ځینو اوښکې ورته توی کړې. د چا زړونه هم ټوټې شول. د چا مینه نیمایی مزل کې پاتې. ساه ایستل هم ورته سخت شول، خو نغمه د جانان خواکې د عشق سندرې غږوي او د مینې جشن نمانځي. لکه کوتره له خوشحالۍ الوځي. پرونه ښوروي. په بلۍ خیژي. اشارې کوي. مازدیګري کې د جانان دیدن ته انتظار باسي او په خپل هنرمندانه انداز یار ته د سوال هېنداره نیسي.

لکه کوتره والوتمه

تا ولیدم که نه؟

وخت مازدیګر و!؟

مین یې بیا په تورو زلفو کې ګوټې وهي. په مینه کې یې ډوبیږي. د ستاینې توري راټولوي او د خپل عشق په تار کې یې تړي بیا مخ ښاپیرۍ ته اړوي او وایې:

تورې زلفې که شانه شانه شانه

په سپین مخ دې ګلې ستا دانه وانه

تورې زلفې که شانه

دا دوه مینان سره د مینې کور جوړوي. سره غږیږي. سره خاندي. سره د ژوند ښې او بدې شیبې تیروي. ماشومان یې پیدا کیږي. لوییږي. کلونه کلونه د یوه چتر لاندې شپې او ورځې تیروي. د یو بل په زنګانه سر ږدي او خوبونه کوي.

ټوله شپه شوه تېره په خوږو خوږو کیسو

شه للو ګلې شه للو

شه للو للو ګله شه للو

هر څه ښه روان وي خو یوه ورځ راشي. مینه یې کډه وکړي.  تر منځ یې اختلاف رامنځ ته شي. نور د یوبل تر لیدو د یو بل څخه په جلا کېدو خوشحاله وي. سره جلا شي. لارې یې بېلې شي. د موسیقۍ شرنګ یې بېل بېل غږیږي. دواړه ښه ځلیږي. لا هم ستوري وي. لا هم مینان لري. له منځه یې څوک نه وي خبر چې د جلا کېدو اصلي کیسه یې څه ده؟

 ډنډورې زیاتې شي. د نغمې په لمن تور ولږي. په فحاشۍ او مستۍ یې تورنه کړي. دواړه غلې وي. اصلن له دې دواړو څوک خپل غږ ونه باسي. یو ځل منګل په یوه رادیویي پروګرام کې وایې چې ګرمه نغمه ده او دی ددې جدایی اصلي قرباني دی. هغه نه وایې چې څه پیښ شوي. بس یوه معما پریږدي او لاړ شي. خلک بیا هم خپلې تبصرې وکړي. په نرواکې ټولنه کې ښځه ملامته شي. ځینې بیا منګل ته د یوې بې حیا ښځې له شره د خلاصېدو زیرۍ ورکوي. منګل بیا بیا او بیا دغه خبرې تکرار کړي او نغمه په ځلونو ملامته شي. له هغې څوک پوښتنه نکوي. که ځینې غواړي د ګډ ژوند د پاشل کېدو په علت یې ورسره وغږیږي، هغه ترې ډډه کوي. کیسه پټه ساتي. منګل بیا هم د یوې ښکلې نطاقې په مخ کې احساساتي شي. له کنتروله ووځي. وژاړي خو دغه ژړل، خلکو ته بیا هم د تهمتونو پړۍ په لاس کې ورکړي، چې هرې خواته یې په خپله خوښه کشوي.

دې حالت کې د نغمې ځینې طرفداران بیا دا لنډۍ بیانوي چې:

منګل که ژاړي ودې ژاړي

نغمه دې نه ژاړي چې کلي ورانوینه

د منګل اوښکې د نرواکې ټولنې د اکثره احساسات راپاروي. زړه یې ورته درد وکړي او د ډاډګېرنې پیغامونه له هرې خوا ور روان وي. هرڅوک د همدردۍ لپاره ټټر وهي، خو د یوې ښځې احساسات درک نشي. صحیح ده، چې نغمه د ټول ملت په مخ کې په ټلویزیون اوښکې نه تویوي، خو د هغې د درد انتها په ماته هېنداره کتاب کې له ورایه ښکاري.

له دې بې ستوروشپې نه جوړه دغم
څه منظره شوه ياره څه به کوو
زماپه زړه کې ستادمينې نغمه
په وينوسره شوه ياره څه به کوو

اوښکو به دې د سترګو ګاټي وينځلي وي. پړسوب او درد به یې څو شپې بې قراره کړې وې، خو دا به عادي چاره بلل کیږي. هیچا به جدي نه وي نېولي. هر څوک به دغه خبره درته کوي، چې ژړا خو د ښځو همیشنۍ عادت دی. دا عادت که هر څومره تا وځوروي، خو د هغو اوښکو سره توپیر لري، چې یو نارینه یې تویوي. د هغه د هرې اوښکې په بدل کې ته باید ځان خاورې کړې. ور کتلی به نشې. بې پروا به ترې نشې تېریدی. که د هغه له اوښکو بل څوک خبر شول. نو ها د چا خبره قیامت به شي. که ټولنه پرې خبره شوه، چې سړي د یوې ښځې لپاره ژړلي او سترګې یې نمجنې شوې وي، نو د اعدام رسۍ باید درته تیاره وي یا به په خپله خوښه د زهرو پیاله په سر اړوې. دادی د نرواکې ټولنې قانون.