رویا او ریما څه توپیر لري؟

لیکواله: لېمه نیازی

رویا رحماني او ریما بنت بندر ال سعود په واشنګټن کې د افغانستان او سعودي عربستان سفیرانې دي، دواړه د اسلامي هېوادونو ښځې او نورو سفیرانو ته نسبتا پوښلې دي، که ډېپلوماټیکې جامې اغوندې، خو په سر پوړنی هم ګرځوي.

ریما واشنګټن ته له بیت‌الله شریف ورغلې ده، له هغه ځایه چې د مسلمانو ښځو د رواني او فزیکي څرنګوالي حدود یې ټاکلي، د حجاب، د خبرو، د باندې وتلو، د انتخاب، د خندیدلو، د سینګار او داسې نور ډېر حدود دي چې هم یې باید ریما او هم یې باید رویا په پام کې ونیسي.

په سعودي عربستان کې د سفیرې په توګه د ریما ټاکل د ښځو لپاره په عربستان کې د خوښۍ یوازېنۍ خبر نه دی، بلکې په دې وروستیو کې هلته ښځو ته ډېر نور حقونه هم ورکړل شوي دي چې پخوا ترې محرومې وي.

د مسلمانانو په دې مرکزي هېواد کې ورځ تر بلې د ښځو لپاره د زده کړو، کار او ښه ژوند شرایط اسانه کېږي او ټولنه هم مخالفت نه ورسره کوي، خو د رویا رحماني په وطن کې اوس هم ډېر خلک د ښځو د زده کړو، کار او ښه ژوند سره مخالفت کوي، دوی اوس هم ښځه یوازې د کور او ګور ګڼي، ځکه نه رویا مني او نه د دې په څېر نورې هغه ښځې چې له کوره راوتي او د یوه بدلون لپاره کار کوي.

که موږ د دې ستونزې په عوامل غږېږو، ډېرې کیسې به مو مخ ته راشي، خو یو مهم لامل هغه فکر دی چې د ښځو په اړه په افغاني ټولنه کې موجود دی، دا جامد فکر چې لا تر اوسه د لمر وړانګې پرې نه دي خورې شوي، دا راته وايي چې ښځه یو بې وسه مخلوق دی چې د کور له کارونو پرته بل هېڅ کار نه شي کولای او یا حق نه لري چې وې کړي، حتی ډېر هغه کسان چې لوستي هم دي، دا فکر لري او پالي یې.

عملا دا ډول مثالونه وینو.ګڼ شمیر لوستې ښځې له واده کولول وروسته په کور ناستې دي.

د ګډ ژوند لپاره د زدکړو، دندې او پرمختګ قرباني ورکړې ده.

دوی او نور هغه کسان چې په ټولنه کې د ښځو د حضور په اړه منفي نظر لري، دا هر څه ټولنې ورکړي دي. دوی ته له وړکتوبه همدا خبرې شوې دي او اوس چې دوی د عمر په لحاظ ستر شوي او زده کړې یې هم کړې دي، رویا نه مني او دا نامناسب کار ګڼي چې یوه ښځه دې مخکې شي، مشري دې وکړي. پوښتنه دا ده چې په داسې شرایطو کې څه کول په کار دي؟

مهه خبره دا ده چې انسان بدلون منونکی دی، که وغواړي که و نه غواړي، بدلون په کې راځي، خو دا بدلون هغه وخت راتلونکی دی چې په ټولنه کې یې وګوري او ورو ـ ورو ورته عادي شي، د بېلګې په ډول د ښار نارینه چې هره ورځ ډېرې ښځې وینې، د کلیو د نارینه وو په نسبت د ښځو په وړاندې عادي دي، یعنې دلته ډېرو ته دا جالبه نه وي چې ښځې څه ډول جامې اغوندي او کوم لوري ته ځي، خو په کليو کې که ښځه په چادري کې هم پټه روانه وي، د ټولو سترګې پسې وي چې کومې خواته ځي؟ څه به کوي؟ چا سره به ویني؟

او دغسې سل او زر نورې پوښتنې دې نارینه وو ته پیدا کېږي. سره له دې چې ښځه به په ده پورې هېڅ اړه نه لري، خو دی ځان ته دا حق ورکوي چې هغه وڅاري، په اړه یې خبرې وکړي او حتی په ژوند کې یې مداخله وکړي. دې سوچ یوازې کلیواله ښځه نه ده ګواښلې، بلکې نېښ یې تر رویا هم رسېږي؛ نو په داسې يوه ټولنه کې په کار ده چې مبارزه وشي او هر څه ورو ـ ورو عادي شي، ښځې باید دا ثابته کړي چې د دوی یوازې سینګار نه دی زده، بلکې کار هم کولای شي، رهبري هم کولای شي، بدلون هم راوستلای شي او باالاخره خپل او د نورو ژوند هم ښه کولای شي. بلاخره ښځې باید وړتیا پیدا کړي، چې وپوهیږي څه ووایي، خپله ژبه اسلحه کړي او څرنګه له ځانه دفاع وکړي.

کله چې د سفیرې په توګه د ریما کار عادي ګڼل کېږي، رویا ته هم په باید په همدې سترګه وکتل شي او په دې خاطر په کار ده چې زموږ نارینه د جنسیت له پردو راووځي او ښځې ته د کمزورې یا ناپوهې په سترګې نه، بلکې د یوې انسانې په سترګه وګوري، هغه وخت به مو د خپل وطن ټولو رویاګانو ته احترام کړی وي او ثابته کړې به مو وي چې افغانه رویا د عربو له ریما سره هېڅ توپیر نه لري.

په هر حالت کې د افغانې ښځې پرمختګ سره کرښه ده.

هیڅ حکومت یا ډله نه شي کولای افغانه باسواده ښځه د جګړې د دریدلو لپاره یو شرط وګرځوي.