ارواوې..!

عکس از نویسنده

رڼا د کوټې تر څنډو راورسېدله خو له خوبه پاڅېدلو ته مې زړه ښه نکړ، ماوېل ورځه ښه ډېره ویده شه خو یو دم مې سترګې خلاصې شوې.

پښو مې په حرکت پیل وکړ. د لومړي ځل لپاره مې یو ډار په وجود کې ځای ونیوه. سهارنۍ پیل مو په یوه نا اشنا او وېروونکي غږ وکړ.

 لارې کوڅې ټولې خړې پړې وې. وېرې آن د آسمان په سپینو کوترو کې ځای نیولی و.

 داسې ښکارېده لکه هرڅه چې د لاسه ورکوم. تپه تیاره شوه راباندې. ټول ویښ و خو زه په خوب ویده وم. په لاره تلم خو خوب مې کاوه. په لاره مې هرې خواته تک سره ګلان لیدل خو مخې ته مې تیارې نڅا کوله. ډله ډله ارواوې روانې وې. په تک سپینو لکه کفن داسې رنګونو کې یې ځانونه پیچلې و.

ارواوې ځورېدې. غالمغال ډېر و. داسې ګڼه ګوڼه وه چې ګواکې د حساب او کتاب ورځ رارسېدلې.

یو زنګ ووهل شو. سخت خطرناک زنګ و. هر چا هرې خواته منډې وهلې. داسې تیزې منډې وې چې یو چا خو زما په پښو هم ښه فشار راوړ بیا یې په کړس وخندل.

وارخطا شوم ما وېل ګنې زما وار رارسیدلې. هو ځینې نور بیا ډېر په آرامه قدم وهي. کیڼ اړخ ته خو یو دوه ماشومانو ته بیخي حیرانه شوم په یو بل اوبه چپه کوي او بیا لکه د چاودلي انار غوندې خپله سره خوله راټوله کړي او په کړس خندا وکړي.

یوانسان مې تر څنګ تېر شو. هو مخ مې یې ولید په غالب ګمان به کومه نجلۍ وه. د هغې په لاسونو سرې کرښې پیدا شوي. هغسې سرې کرښې چې لکه په وینه کې چې رانجه ورګډ کړې.

 ته صبر دوه نورې هم په همداسې لاسونو ورپسې دي خو هغوی له سترګو لکه د ماریا د سپین رنګه مرغلرو امېل داسې مرۍ او مرغلرې توییږي.

لاس مې ور اږد کړ چې یو څو ترې راواخلم خو له لاس ور وړلو سره سم، شاته ګوزار شوم.

غوږ کې مې لکه څوک چې له لیرې په یوه غره کې چیغه وکړي داسې انعکاس لرونکي څه اورم. په شا شوم.

هرې خواته مې کتل هکه پکه پاتې وم. زه چیرته یم څوک یم ؟ ځان نه پیژنم ؟

مخې ته مې د یوې تورچکې تختې پر سر یو لوی عنوان لیکل شوی له مرګ وروسته ژوند.

په دې سره ډېره لیرې لاړم. شاته شوم. دومره شاته چې نورې ارواوې لکه د میږیانو په څېر وړې وړې ښکارېدې. یعنې په ریښتیا زه مړه شوې یم ؟ که کابوس وینم  ؟ نه امکان نلري چې زه دې مړه وم.

 زه خو دا ډېر وخت کیږي په دنیا کې د ژوند کولو په لټه کې یم. په داسې عجیب و غریب مکان کې دې زه د دنیا په لټه کې وم. دنیا کې خو مینه شته ټول د همدې په لټه کې دي. سرګردانه دي خو بیا هم زړه نا زړه یم که ریښتیا د مینې په لټه کې دي که ما د وینې نوم پر ځای د مینې نوم اورېدلی. نه بېرته به ورشم د یو چا نه خو به خامخا پوښتنه وکړم چې دا دنیا کې ریښتیا خلک د مینې تږي دي که وینه څښل غواړي.

بیرته مخکې ولاړم. د ښونځي دروازې بندې وې. کړکۍ یې زړې شوې وې. داسې زړې چې ته وایې د سلو کلونو پخوا دي. منډې مې کړې. پښه مې په یو څه کې بنده شوه. ډار پسې واخیستم. ستړې شوې یم. ساه مې بنده بنده کیږي. یو بوی مې سپږمو ته راځي. بد بوی دی. لکه څه چې اور اخیستي وي. په ډار او پریشانه زړه مې خپلې پښې ته وکتل.

 له ځایه یو دوه متره لېرې والوتم. چیغې مې کړې. خبره مې له خولې نه وځي. چیغې مې څوک نه اوري. پښې مې تکې سپینې شوي نه توبه سپینې نه دي دا مې جرابې سپینې اغوستي. همغه چې سهار مې ولېدې نو له سپین رنګه مې کرکه وشوه خو اړه وم وايې غوندم.

یوځل بیا مې خپلې پښې ته پام شو. پښه مې د هغې پښې کې بنده شوې وه خو چې دا ولې داسې پرته ده. دا هماغه نجلۍ ده چې یو څو شېبې مخکې د ټولګي په لور ولاړه لکه چې تر ټولګي نه ده رارسېدلې.

همدلته یې پرې برید کړی. لږ ها خواته یو لاس پروت دی. دا هماغه کیسې ريښتیا شوې چې انا به مې راته د پخوا وختونو د جنګ په اړه کړې وې. مخامخ راته یو کس ولاړ دی. ډېر په ځیرځیر راته ګوري. کالي یې داسې دي لکه واړه چې انار وخوري. لکه چې انسان خوړونکی دی.

زړه درزا مې ډېره شوه. د لاسونو په سون او سوخت مې پام دې خواته شو. لاسونه مې لکه د غوړو ډوډۍ یا پراټو پر مخ چې پوقاڼې پیدا وي داسې دي. سوځیدلي پولۍ پولۍ شوي. دا کیڼ لاس مې ډېر ژوبل دی خو راست لاس مې خوځولی شم.

د یو چا څیره «سایه» راپسې ده. دقیقه هماغه څه چې څو ورځې کېدې په خوب مې لیده. هغه قاتل راپسې منډې وهي.

زه هم په منډو شوم. خدای قدرت راکړئ. زه دومره تیزې منډې وهم چې هيڅوک راته نشي رارسېدلی. که په نړۍ کې د منډو کومه سیالي وه نو ما به خامخا پکې لومړی مقام ګاټه. باور لرم. اوف لکه چې خپله مې ځان نظر کړ. اوس خو منډې نشم وهلای. ستړې شوم. ستمیږم. ساه مې بنده بنده کيږي خو باید وځغلم. نه نوره نو منډې نه شم وهلای ستړې شوې یم. زه خو دومره کوچنۍ یم چې قدمونه مې د دوه کلن ماشوم غوندې بریښي. هماغسې آهسته قدمونه اخلم. په زغرده قدم نشم وهلی. یو غږ اورم. فرشتې… فرشتې…. ته چیرته یې؟

لویه خدایه لاسونه او پښې مې دومره ریږدي چي ځان سمبالولای نشم. زړه درزا مې لوړه شوې زه وایم دومره به لوړ وي چې ټوله دنیا به یې واوري خو لکه چې هر څه ښه شول.

قاتل ورک شو. زه بیخي بل ځای ته راغلې یم. په پښو کې مې اوس دمه نشته. یو لوی بکس راسره دی. نه پوهیږم پکې څه دي خو باید انتقال یې کړم. کوم ځي ته. زړه کې مې راګرځي دا به مې خامخا په کار راشي.

باوري یم چې د کار څیزونه دي خو چې څو قدمه مخکې ځم. زما په لاس کې بکس نشته ټول هغه څیزونه چې مې فکر کاوه راسره دي په وینو لړلي. مایک، ریکادر، کمره او حتا لاسي ساعت مې. لږ ها خواته مې عینکې هم پرتې دي. یو دوې پښې راغلې عینکې یې راته ماتې کړې. ها خوا او دې خوا ته چې ګورم. ټول خپل مې هغه کسان چې ټوله ورځ ورسره اوسم. ویده پراته دي. لکه چې مړه دي خو دا دوه هیڅ نه معلومیږي. څوک دي؟

لږ چې پورته خواته ځم. فرشته هم مړه ده. په وینو لړلې ده. مړه ده. دا به زه وم. ستړیا، غم او درد خو یې کټ مټ ماته ورته دی. سترګې مې پټې کړې. بیا یو غږ شو.

خدایه خیر کړې نو دا به زه یم. غږ سم نه اورم. چیغې پکې ډېرې دي. لکه چې خلک لیونیان شوي دي یا به زه لیونۍ شوې وم خو که هغه زه وم نو زه څوک یم ؟

 سترګې مې په هماغه قاتل بیا ولګېدې. راپسې منډې وهي خو زه منډې نشم وهلای. ځای پر ځای ولاړه یم. یو تېره چاړه راغله چې له ورمیږ مې تېره شي. سترګې مې پټې کړې او له خولې مې غږ اوچت شو.

له خوبه پاڅېدم، ښه مې ډېر مې وژړل او نن ورځ مې بیخي خرابه ده. پوره ۹ همکاران یې راته  ووژل، روحي وضعیت مې ښه نه دی.

اوس په دفتر کې یم د کیبورد دکمو تړکا مې خوري ځکه همدلته مې همکارانو د هېواد حقایق لیکل او نورو ته به یې رسول خو نن نشته.

فکر وړې یم، کله به زما نوبت رارسیږي؟

لیکواله: فرشته غني