د آفتاب سترګې لمدې شوې

عکس از نویسنده

نیمه شپه ده. څراغ مړ دی. تیاره نشته. یو آواز دی چیغې اورې، چیغې ښې دي، خو مغازه دې خرابیږي. نه اعصاب خرابول خو نو ښه نه دي.  که ووایې دا چیغې درته نن خوندورې دي نو هیڅوک دې نه ملامتوي.

نن له پنجرې د باد زورور وزر ته نه ګورې چې د ونو پاڼې ورسره وړي او نه تازه هوا اخلې چې ساه اخیستل دې ورسره ښه شي. تږې شوې یې، اوبه د بلې خونې په بر سر کې ایښې دي. ورتګ پوره څو دقیقې وخت نیسي. ادې مې له ماشومتوبه په غوږ کې را څڅوله چې وخت د طلا غوندې ارزښت لري. ته هم د وخت قدر کوې. له ځایه نه پاڅیږې. اوبه نه څښې. زغم پرې ښه دی خو تندې پسې اخیستې ېې. زړه نا زړه  یې اوبه وڅښې که یې پریږدې؟

 لوبه سخته وي روانه. له ځان وپسنېږې که ولاړم داسې نه چې څوک له لوبې وویستل شي. سترګې دې د مخامخ تلویزیون په متحرکو تصویرونو کې ګنډلي دي. د لوی خدای قدرته څومره تیزې منډې کوي. خانه دا بل یې هم له لوبې وباسه. وایې خیسته وایې خیسته بله ویکټه یې هم واخیسته. درز غوبل جوړ دی. شور او غږ دی.

وږې شوې یې، خو ډوډۍ دې هم زړه ته نه کیږي. ډوډۍ دې زړه ته کیږي خو دا هرڅه د یوې لمړۍ ډوډي لپاره له لاسه نه ورکوې. خواړه هله خوند در کوي چې په ډاډه زړه یې وخورې.

باور لرې. لوبه خامخا ګټې….

نیمه شپه ده، خو تیاره نه وینې. څراغ بل دی. څراغ نه دی. یو آفتاب دی چې په زړونو راوریږي. وړانګې یې دومره تېزې شي، چې سترګې دې سمې وبریښوي. نوره چپه خاموشي ده، خو زړه دې بې لارې شوی. شوخ شوی، په ترپکو په لار ګرځي. مړې شوې هیلې راژوندی شي. نوې ساه پکې پیدا شي.

داسې لکه په لاره چې ګرځې ها خوا دې خوا رنګونه سره وړي. یو د بله ښایسته وي. یو د بله وي خوش رنګه.  داسې ښکاري لکه لوی واړه چې ترې قربانیږي. مریدان یې وي بې شمېره. دا رنګ نه وي. زړه د مینې وي په لاره چې احساس د سړي وژني، خو  که دا احساس راویښ کړې نو هیڅ زبر ځواک یې په مخ کې د درېدو جرات نلري.

شپه تیاره دعا قبلیږي. ته دعا کوې لګیا یې، خو ژبه پرې نه اوړي. یه توبه خدایه توبه ده، چې دا څه دي په ما شوي، خو چې دغو تصویرونو لږ ځیر شې، ګمانونه دې نور کلک شي او ایمان دې ښه پرې زیات شي. شپه تیاره دعا قبلیږي، نفل لمونځ کوې، لګیا یې. نه توبه کله قبلیږي. دا ماغزه دې دي نارامه. ټول هماغته کوټه کې درنه پاتي. ګمان نکړې سوال قبول شي، ځکه فکر دې له ذکر سره ګډ شو.

خدای ته ژاړې داسې ژاړې چې د معبود زړه هم درباندې وخوږیږي. آوازونو زور واخیسته، لکه چې وړې مو ده. په ځان پوهه نشوې چې څنګه تر وره ورسېدې. په هغو څراغونو دې بیا سترګې خښې شي چې د ژوند هره ستونزه او اندېښنه یې درته هېره کړې.

ګڼ خلک راټول دي. آوازونه دي او چیغې. چیغې ښې دي، بدې نه دي، ماغزه دې دي آرامه. اندېښنه خو اصلن نشته. د ټولو مخونه ګونځې شوي. ګونځي نه دي ټول خندیږي خو ته اوښکې تويوې. هغو ماشومو کلمو ته چې جار جار نارې وهي.

ته ژاړي خو نور خاندي. ته هغو لاسونو ته ژاړې، چې پوره ۱۳ ساعته مخکې رنګ شوي وي. د ژوند په رنګونو. د مینې په رنګونو. هغو رنګونو لکه هندوانو چې ورته پوره یو ورځ ټاکلې ده. دغه کرښو ته اوښکې تویوې چې د وړو، زړو په غومبرو یې لارې کړي. هغه کرښې چې رنګونه یې یو شان دي لکه په شنه پاڼه چې بورا وي ویده شوي.

نو کان دې خولې ته کړې. په غاښونو یې وخورې. بیا چې ورته وګورې. مچکه ترې واخلې. نوکانو دې هم هماغه ښه رنګ نیولی دی.

یو زمری دی. نه زمری نه سم سړی دی. قدمونه یې زړه باسي. په بازوګانو کې یې دومره زور وینې چې دښمن یې ترهېدلی غوندې شي. قدمونه یې درانه شي، ځکه میلیونه زړونه پورې تړلي دي. نیمه شپه ده، خو زړه دې الوځي هوا ته پورته کیږي، خو چې ځمکې رارسي، یو سلم ځل ځان ته وایې، دا باور مې نه ماتیږي. یا داسې درته ښکاري چې د ژمي په سړه هوا کې دې د دښتې په منځ کې لیوه په چنګال کې واخلي او ترې خلاصی نلرې. اوس هم په هوا کې ګرځې. زړه دې وزر پیدا کړي. الوځي، پرواز کوي. داسې بریښي چې په آسمان کې ټولې مرغۍ مړې شوې دي. وزر دې مات شي. په داسې ځمکه ولویږې چې د اور شدت دې هډوکي در وسوځوي.

یو بې دریغه چیغه بیا تر غوږو درشي، د آفتاب سترګې لمدې شي، د آسمان زړه هم نرۍ شي، وریځ راتېره شوه، تیاره ده. یو څو سترګې دي لمدې دي. لمدې نه دي اور پرې بل دی. سوځوي ټول امېدونه. یو لوی درد يې دی سینه کې. دغه درد دومره سنګین شي، چې دا جږې لوړې غاړې یې په ځان کړي ټولې خښې.

اخ یوه چیغه شوه، ماغزه دې شي خرابه. نورنو صبر ورته نشي، د کوټې له پنجرې دې یوه اوښکه شي روانه او په زړه کې دې پټ وایې که دا پیل د خزان دی خو بهار ته ور نیږدې یم ….

ناچاپ شوی کتاب: د سپین ژوند، زیړ رنګ

لیکواله: فرشته غني