ته ښه یې؟

عکس از نویسنده

پاڼه له ونې ولوېده، زیړه شوې ده، خوږ شوې ده، دا ډېره موده کېده یوه برخه یې ترې تښتېدلې. نه تښتېدل سخت کار دی، ته اصلن چېرته تښتېدی نشې، تر هغه تښتېدی نشې چې سندرې خوند در کوي، تر هغه تښتېدی نشې چې شعر دې په زړه در ننوزي، تر هغه تېښته ممکنه نه ده، چې «ونه» رپیږي. پاڼې چې لویږي، یوازې فصل نه بدلیږي، بلکې یو ژوند پکې له منځه ځي، دا یوازې پاڼه نه ده، د یو چا امېدونه پورې تړلي دي، دا لوېدل دومره هم آسانه نه دي. دومره سختي ده پکې چې آن د انسان له توانه لېرې ده.

په دې سره د یوه فلم هغه صحنه رایاده شي، چې نجلۍ پکې په داسې ناروغي اخته ده، چې تر څو میاشتو زیاته ژوندی نه پاتې کیږي. کله چې یې میین له ډاکټر څخه راغی، نو نجلۍ ترې پوښتنه وکړه.

زه به څومره ژوندۍ وم؟

هلک په ځیر ځیر ورته وکتل د حویلۍ په منځ کې یې ونې ته اشاره وکړه، چې تکه شنه  هسکه ولاړه وه، ډېرې پاڼې یې درلودې. ویې وېل؛ تر هغه وخته چې په هغه ونه کې پاڼه وي ته به ژوندۍ وې. دغه نجلۍ څو کاله په همدې امېد چې د ونې په پورته سر کې یوه پاڼه رپیږي ژوند وکړ او له پښو ونه لوېده، خو یوه ورځ چې یې د خونې له پنجرې په حویلۍ کې د واورې ورېدلو ته کتل او له یخنۍ یې لاسونه د چایو له پیالې تاو کړي و،  ناڅاپي یې د ونې سر ته پام شو، چې میین یې ورختلی، په ژمي کې د ونې سر ته د ختلو موضوع اندېښنه ورته پیدا کړه.

له خونې په بیړه راووته، له خپل میین څخه یې غوښتنه وکړه، چې له ونې راښکته شي؟

په هغه ورځ معلومه شوه، چې د نجلۍ میین د هغې د امېد ساتلو لپاره هره ورځ له کاغذه جوړه شوې پاڼه د ونې په سر کې ځړوله. نجلۍ چې له دې کیسې خبره شوه، څو ورځې وروسته مړه شوه.

دا کیسه مې ځکه نه هیریږي، چې یوه هیله انځوروي، یو امېد یو دوام.

لکه هماغه ورځ چې باران ورېږي. زړه، دې غواړي له برنډې ور ښکته شې، په اوبو کې ځان لوند کړې، منډې ووهې، رنګینې جامې دې واغوندې، وخاندې، والوزې، ټوپونه ووهې، یو څوک دې لاس ونیسي دومره وڅرخيږې چې له ځانه ورکه شې، دومره ورکه شې چې د هېچا احسان په اوږو بار یونسې. دومره و څرخېږې چې سترګې دې لوڅې کړې په بل ځي کې وې، اصلن دا ژوند نه وي چې د ښیښې تر شا د اوبو قطرې وشمېرې. ارمانونه دې په زړه کې دفن کړې. سپین کفن واغوندې، دومره یې سپین وساتې چې د آسمان ملایکې په خپلې پاکۍ شک پیدا کړي. دومره یې له رنګونو  لېرې وساتې، چې د باران څاڅکي په کې له ورایه وبریښي، دومره یې له رنګونو لېرې یوسې چې بیخي تک سپین شي نور هیڅ رنګ پکې ونه لیدل شي.

دومره یې تک سپین د یو چا په واک کې ورکړې، چې داغونه پکې له لېرې د لیدو وړ شي، دومره باید ورته سپیڅلی په لاس کې ورکړل شي چې ټوټې شوي پڅرکي یې په ځمکه وبریښي.

تر هغه وخته تېښته نشې کولی، چې تر ستړیا وروسته چای خوند درکوي، پیاله دې د چای په خړ رنګ بدرنګه شوې وي، قابونه دې د مینځلو لپاره قطار ایښي وي لکه د ښار د دوشنبه ورځې بازار.

تر هغه وخته تېښته ناممکنه ده چې پښې دې تړل شوي وي. په داسې زولنو تړل شوې وي چې نه ښکاري، شرنګها یې نه وي، آواز یې نه پورته کیږي، ټول د علت پوښتنه کوي او ته وایې علت نلري. علت لري خو نه بیانیږي، لوی حقیقت همدا دی چې علتونه ډېر دي خو بیانیږي نه.

په لاره روانه یې، کوڅه راشي، ماشومان دي چیغې وهي، توپ ها خوا دې خوا ته غورځوي، خو ته یې نشې لیدلی، سړک راشي، موټر تېریږي، نظامیان راشي، سړک له خلکو خالي شي خو ته ځای په ځای ولاړه یې، په اصل کې دا ځای په ځای درېدل هم حرکت لري، خوځېږې خو منزل ته دې نه رسې، یوازې مزل کوې. ستړې کیږې، د نظامیانو د قطار پروا نه کوې، که غوسه شي درته چیغې یې نه اورې، دلیل نه لري، اصلن په کیسه کې یې نه یې، قدم وهې لاره اوږده ده. کوڅه ډبي سپي درپسې دي خو پروا یې نکوې، یو انسان ته ورته موجود ورو په غوږ کې در تېر کړي لېرې شه چې سپي دې ونه خوري خو تا  تر اوسه هم څه نه دي اورېدلي، لادې د تندي ګونځې زیاتې شي، مخ خولې دې مړې مړې راروانې وي، سترګې دې د مخامخ لمر له کبله په هډوکو کې پټې وي، یوه په زوره دکه وخورې، لکه په خوب کې چې ډاره شوې وې، پښې ته دې پام شي، وینې شوې، درې سپي لا هم درپسې دي، له ځان سره وخاندې خپه مې سپي نه ده خوړلې، بوټ مې تنګ و دې ژوبله کړې ده.

مخامخ یوه ښځه درته ولاړه وي، مخ یې ګونځې وي، زړه دې نه غواړي ورته وګورې، خو د هغې د خولې شاوخوا ګونځې سره بیلې شي، ورور وپوښتي ته ښه یې؟  شونډې وخوځوې، غاښونه دې نیم راښکاره شي، غم جنه مسکا وکړې، ورو ووایې زه ښه یم او بېرته روانه شې….

لیکواله: فرشته غني

زما ناچاپ شوی کتاب: د سپین ژوند، زیړ رنګ