د بنګي غاړه مې شنه

نجیب منلی

د بنګي غاړه او د سپین غره لمن، هغه شنه او دا سپینه (یا هم خړه). د دواړو تر منځ د وصل ریښۍ د پښتو ادب ځلانده او تلپاتې څېره: استاد سعدالدین شپون.

د ده په خپله وینا د ظاهر شاه د پاچاکېدو پر کال زېږېدلی دی. ظاهر شاه د ۱۳۱۲ په عقرب کې پر تخت کښېناست. کورنۍ یې لوستې وه. پلار یې د دولت په دستګاه کې د ځآی او مقام خاوند و. د ننګرهار له خوږیاڼیو د کندوز خان آباد ته کډه شوي وو. دبنګي پر غاړه لوی شوی سعدالدین کابل ته راغی او دلته د نوي کول له نوو افکارو سره یو ځای د افغانستان سیاسي او فرهنګي ډګر ته ننوت. هغه مهال افغانستان، او په خاص ډول کابل د نوو، بدلون غوښتونکو ځوانانو د مبارزو میدان و.

سعدالدین شپون که له یوه لوري د بدلون د بهیر لاروی و، له بل لوري یې ملي واقعیتونه هم له پامه نه غورځول. هم یې د آمو په څپو کې د درقد د څنډو ویلي کېدلو ته د شمال له لوري د ګواښوونکي ښامار د رانېږدو کېدو د خبرداري په سترګه کتل او هم یې د افغان کارګر په لاس د سالنګ د غره په سوري کېدلو کې د نوي عصر، د نوي انسان د ځواک او هيلو رڼا لیدله.

له امریکې یې د ادبیاتو ماسټري راوړه. په کابل پوهنتون کې یې د اشرف غني، حکیم تڼیوال،بهاءالدین مجروح او نورو په ملتیا په افغانستان کې د علم او علمي څېړنو له پاره له ولسونو سره ناسته ولاړه درلوده. یو وخت د ملګرو ملتو په یو دفتر کې مامور شو او له همدې ځایه، د ثور له کودتا وروسته د بل شوي اور لمبو مهاجرت ته اړوېست. په پېښور کې یې هم د بنسټپالو له نېشونو سره ګوزاره ونه شوه، اروپا ته ولاړ او د کوپن هاګن په یو پوهنتون کې یې په تدریس پیل وکړ. وروسته د امریکا غږ راډیو پښتو خپرونې ته ورغی چې له دغه ځایه یې خواږه، تاوده غږ هم د مهاجرینو په کمپونو کې د بې کوره افغانانو خېمي وښورولې، هم یې د جهاد په سنګرونو کې جنګیالیو ته د مینې او مقاومت پیغام ورساوه او هم یې په ښارونو کې د خپلو خلکو جونګړو ته د یو بل راتلونکي خبریوړ.

له جنګه مخکی یې شعرونه او لیکنې په دولتي چاپي رسنیو کې خپرېدلې. د افغانستان د نوي نسل د لیکوالو په سرلارو کې راته. د جنګ په کلونو او له هېواده لېرې یې د خپلو خلکو د ژوند تجربي هم د راډیو له څپو خپرولې او هم یې د شعرونو، لنډو کیسو او ناولونو پر پاڼو راټولولې.

سعدالدین شپون د یو ځانګړي سبک خاوند لیکوال و. د مشاهدې دقت یې د انالوګ تورو سپینو فلمونو وضاحت درلود. د خلکو خبرې یې د خلکو په ژبه کولې. جدیت او طنز، خیال او واقعیت یې داسې سره اوبدل چې د هنر د زربفتو ټوکر یې ترې جوړاوه.

په سیاسي او ټولنیزو لیکنو کې یې د موچیو ځالې راپارولې. هغه واقعیتونه چې نور یې د استعارو او کنایو په زرو پردو کې رانغاړي، داسې په زغرده ویل چې د لوستونکو زړه ته به یې لاره کوله خو کله کله به یې ځینې زړونه ځورول هم.

شپون ولاړ. جنت دې یې ځای وي، خو د پښتو ادب په اسمان کې یې پوره ورشو تشه توره پرېښوده. ګوره چې کوم ستوري به راځي او دا ځای به ډکوي.